ولسمشر کرزی: تړون لاسلیک کوم خو که د افغانستان شرطونه ومنل شي

افغان ولسمشریوځل بیا ټینګاروکړ چې؛ ترهغو پورې به له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک نه کړي چې شرایط یې عملې شوي نه وي.

ولسمشرحامد کرزي دا څرګندونې له آزادی راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

افغان ولسمشروایي، په افغانستان کې د راتلونکو انتخاباتو په اړه چې ده له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک لپاره یوشرط ایښی و؛ امریکایي چارواکو ورته ډاډ ورکړی چې؛ په دغو انتخاباتو کې به مداخله نه کوي؛ خو ترهغو پورې چې نور شرطونه یې پوره شوې نه وي؛ دغه تړون به لاسلیک نه کړي.

ولسمشرحامد کرزي له آزادی راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل؛ دا چې دغه تړون باید د روان میلادي کال ترپایه لاسلیک شي دا دامریکا شرط دی نه د دوی.

"موږ د دغه تړون د لاسلیک لپاره د افغانستان د خلکو په کورنو د حملو پای ته رسول او د سولې د پروسې د عملي پیلیدو شرطونه ایښې دي. امریکایان دې زموږدغه دوه شرطونه پوره کړي؛ موږ د دغه تړون لاسلیک ته تیاریو اوکله چې دغه دوه شرطونه پوره شول؛ دغه تړون د افغانستان په ګټه دی."

د امریکا د ملي امنیت سلاکاره "سوسن رایز" چې کابل ته په سفرکې یې تیره ورځ له ولسمشرکرزي سره کتلي؛ وایي، امریکا له افغانستان سره د امنیتي او دفاعي همکاریو تړون د دې لپاره لاسلیک کوي چې؛ وکولای شو، د افغانستان په ګټه د سولې، امنیت او پرمختګ په چارو کې په خپلو کې همکاري وکړو او دا هدف په یوه شپه کې نه شي ترلاسه کیدای. رایزله طلوع خصوصي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل:

"د امنیتي قرارداد عمومي هدف که چیرې ولسمشر کرزی وغواړي چې؛ لاسلیک یې کړي؛ په دې هېواد کې د اوږدمهاله سولې د ټینګښت لپاره د هڅو دوام دی؛ خودا هدف په یوه شپه کې نه ترلاسه کیږی؛ موږ کوډې نه شو کولی، خو دا توان لرو چې، د افغان ځواکونو سره مرستې ته دوام ورکړو او افغان اردو په لوړه سطحه وروزو."

خو افغان ولسمشرله آزادي راډیو سره په مرکه کې په دې ټینګار وکړ چې؛ که امریکا وغواړي افغانستان ته ډېر ژر سوله او امنیت راتلی شي.

کرزي په افغانستان کې د نړۍ لویې ګټې د سولې اصلي دښمن وبللې او ویې ویل، د همدغو ګټو په خاطر افغان ملت له دېرشو کلونو راهیسې کړیږي.

کرزي د ازادی راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې کوم هېواد یا هیوادونه په افغانستان کې د سولې د هڅو ضد دي؛ وویل:

"زه پوهیږم چې زموږ د سولې د پروسې پر وړاندې څوک خنډ دي؛ هغه امریکا او پاکستان دي. امریکا که له موږ څخه امنیتي قرارداد غواړي؛ په سوله کې له موږ سره همکاره شي. په هغه صورت کې موږ د امریکا حضور په افغانستان کې د خپل هیواد په خیر بولو.

د سولې په نشتوالي کې له امریکا سره امنیتي تړون په دې مانا چې د افغانستان یوشمېر ولایتونه او ولسوالۍ به چې خلک یې له دغه قرارداد سره مخالف دي؛ طالبانو ته مخه کړي او طالبان به هلته واک ولري او موږ دلته په کابل او د افغانستان پر نورو سیمو، په دې صورت کې به افغانستان عملاً دوه حکومتونه لري چې؛ دا به د افغانستان لپاره خطرناک او بربادونکې وي او هیڅکله به هم دې کارته اجازه ورنه کړو."

افغان ولسمشر وویل، امریکا تراوسه پورې د ملګروملتونو په اجازه په افغانستان کې حضور درلود او کله چې افغانستان ورسره امنیتي تړون لاسلیک کوي؛ د ښو او بدو مسوولیت به یې د افغانستان د دولت په غاړه وي او همدا علت دی چې، امریکا باید د افغانستان شرایط ومني.

مشورتي لویې جرګې له څلورو ورځو بحثونو وروسته له امریکا سره د امنیتي او دفاعي همکاریو د تړون ملاتړ وکړ او له افغان ولسمشر څخه یې وغوښتل چې، دغه تړون د روان میلادي کال ترپای ته رسېدو مخکې لاسلیک کړي.

یوشمېر کارپوهان وایي، کرزی د هغې جرګې پریکړه له پامه غورځوي چې؛ په خپله یې د دې مقصد لپاره رابللې وه. اکثره افغانان اندیښنه لري چې؛ که دغه تړون ژرلاسلیک نه شي ښایي امریکا له افغانستان سره په راتلونکې کې خپلې مرستې کمې کړي.

د امریکا په باسټون پوهنتون کې د اسلامي ټولنو او تمدن د څېړنیز انسټیټيوټ مشر "توماس بارفیلډ" چې د افغانستان د مطالعاتو د انیسټیټیوټ مشري هم ورله غاړې ده؛ وایي، کرزی په دې کارسره چې نه غواړي؛ له امریکا سره دغه امنیتي تړون ژرلاسلیک کړي؛ یوه خطرناکه لوبه مخ ته وړي؛ ځکه امریکا ښایي د صفر انتخاب رامخ ته کړي.

"کرزی ډیره خطرناکه لوبه مخ ته وړي ځکه زه فکر کوم د اوباما اداره ښایي د صفر د انتخاب په اړه پرېکړه وکړي چې؛ دا به د افغانستان لپاره ډیره خطرناکه وي."

امریکایي چارواکو ویلي، که امنیتي تړون د روان میلادي کال ترپایه ته رسېدو مخکې لاسلیک نه شي؛ امریکا او د ناټو متحدین به یې په افغانستان کې د راتلونکو پلانونو لپاره کافي وخت ونه لري. چارواکو دغه راز خبرداری ورکړی چې، د دغه تړون د نه لاسلیک په صورت کې د دې امکان شته چې امریکا د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره کلنۍ څلور میلیارډ ډالره مرستې بندې کړي.

بارفیلډ وایي، له افغانستان سره د امنیتي او دفاعي مرستو د کمېدو په صورت کې د دې خطرشته چې دا هېواد له ۲۰۱۴ کال وروسته یو واربیا د نویمې لسیزې په څیرپه کورنۍ جګړه کې ښکل شي.

خو د امریکا د ملي امنیت سلاکارې سوسن رایز خوشبیني څرګنده کړه چې؛ د کرزي له مخالفت سره سره به د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک شي.