سوزان رایس د امنیتي دفاعي تړون د مشورتي لویې جرګې د پریکړې هرکلی وکړ

د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت مشاورې "سوزان رایس" نن د مشورتې لویې جرګې د پریکړې هرکلی وکړ.

رایس په کابل کې طلوع تلویزیون سره مرکه کې د کابل او واشنګټن تر منځ امنیتي تړون په اړه د لويې جرګې د پرېکړې ستاینه وکړه او د جمهور رییس کرزي له خوا د دغه سند د نه لاسلیک کولو په اړه یې وویل:

"موږ د لويې جرګې د نتیجو هرکلی کوو. د افغانستان خلکو په لویه جرګه کې په قاطع اکثریت د دوه اړخیز تړون په اړه خپله لېوالتیا څرګنده او موافقه یې وکړه. دوی په ټینګه وویل چې، دا تړون باید هرڅومره ژر چې کیږي د روان عیسوي کال له پای ته رسېدو مخکې باید لاسلیک شي.

د امریکایانو لپاره چې له افغانستان سره د ملګرتیا په کار کې یې زیاته پانګونه کړې؛ دا یو ډیره ښه خبر و. هیله من یو چې جمهور رییس حامد کرزی به یې په اړه پرېکړه وکړي. دا د هغه او افغانستان په ګټه ده چې؛ تړون بشپړ کړي."

د امریکا د ملي امنیت سلا کارې زیاته کړه؛ د افغانستان جمهور رییس ته یې وویل؛ که چېرې دا سند لاسلیک نه شي، امریکا به ونه کړای شي چې په افغانستان کې خپل عسکر وساتي.