د کندز په چار درې کې سیمه ییزو پولیسو یو بزګر وژلی دی

د کندز مسوولین وایي، چې د دې ولایت په چهار درې ولسوالۍ کې سیمه ییزو پولیسو یو بزګر وژلی دی.

د کندز ولایت د امنې قومندانۍ ویاند سید سرور حسیني ازادي راډیو ته وویل؛ چې دا قصدي پیښه نه وه.

خو د سیمي اوسېدونکو بیا ویلي، چې سیمه ییزو پولیسو دغه بزګر په خپله مځکه کې د کار پر وخت په قصدي ډول وژلی دی.

تر دې مخکې د کندز ولایت په دښتي ارچي ولسوالۍ کې سیمه ییزو پولیسو دوه بزګر هغه وخت ووژل چې؛ عشر یې نه ورکوه.