عربستان: یو کس په جده کې د امریکا پر قونسلګرۍ د برید په جرم په اعدام محکوم شو

په سعودي عربستان کې یوې محکمې یو سړی په ۲۰۰۴م کال کې په "جده" کې د امریکا په قونسلګرۍ باندې د حملې په جرم په اعدام محکوم کړ.

د قونسلګرۍ په حمله کې پنځه کسان وژل شوي وو.

د سعودي عربستان خبري آژانس وایي؛ امنیتي محکمې په قضیه کې شامل نور ۱۹ کسان د دغې حملې او نورو ترورویستي حملو د پلان په تړاو د یوه او ۲۵ کلونو بند په سزا محکوم کړي دي.

دا کسان القاعده شبکې پورې د تړلې یوې ډلې ملاتړي معرفې شوي دي.

سعودي چارواکو د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۶ کلونو ترمنځ موده کې له یو لړ ترورویستي حملو وروسته په زرونو کسان القاعده شبکي سره د تړاو په تور نیولي دي.