په اوکراین کې د حکومت د پرېکړې پرضد مظاهر لا روانې دي

له اروپایي اتحادیي سره د اوکراین د اتحاد د پلویانو مظاهره دوام لري او نور اعتراض کوونکي هم د کییف ښار مرکزي میدان ته ټولیږي.

تیره شپه مظاهره کوونکو سندرې ویلې او د ځانونو ګرمولو لپاره یې په آزادۍ میدان کې اورونه بل کړي وو.

ځیني راپورونه وایي، یو شمېر مظاهره کوونکو د حکومت د ودانۍ پر لور حرکت کړی؛ خو دا راپورونه تر اوسه مستقلو منابعو نه دي تایید کړي.

د دوشنبې په ورځ بندي شوې پخوانۍ صدراعظمی "یولیا تیموشینکو" له مظاهره کوونکو سره د پیوستون په مقصد د نه خوړو اعتصاب پیل کړ.

مظاهره کوونکو په تېرو دوو ورځو کې له پولیسو سره نښتې کړي او له جمهور رییس "ویکټور یانوکوویچ" څخه غواړي چې؛ له اروپایي اتحادیې سره دې سیاسي او سوداګریز تړون لاسلیک کړي.

جمهور رییس یانوکوویچ د دوشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې؛ د اروپایي اتحادیې پر وړاندې به خپله پالیسي په یوې اوږدې تلویزیوني وینا کې روښانه کړي او ټولو پوښتنو ته به ځوابونه ووایي؛ خو کومه نېټه یې نه ده ټاکلې.