خیبر پښتونخواه کې د ناټو ځواکونو پر مخ اکمالاتي لار د څلورمې ورځې لپاره بنده ده

په زرګونو کسانو نن په خیبر پښتونخواه ایالت کې د څلرمې ورځې لپاره د ناټو ځواکونو پر مخ اکمالاتي لار بنده وساتله.

د مظاهره کوونکو دا عمل په داسې حال کې شوی چې؛ اسلام آباد د دوشنبې په ورځ امر وکړ چې؛ مظاهرې باید بندې شي.

مظاهره کوونکي په پاکستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د حملو بندیدل غواړي او افغانستان ته د غځیدلې لارې په اوږدو کې د لاریو اسناد ګوري چې ناټو ځواکونو ته مواد انتقال نه کړي.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر "عمران خان" چې ګوند یې په خیبر پښتونخواه ایالت واکمن دی؛ د شنبې په ورځ یې د مظاهرې غږ کړی و.

یوه میاشت وړاندې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله محسود وژل شوی و.

د دوشنبې په ورځ په کراچۍ ښار کې د لاریو اتحادیې ګواښ کړی و؛ که چېرې د خیبرپښتونخواه ایالت په اوږدو کې لار بنده وي؛ دوی به افغانستان ته د موادو انتقال بند کړي.

مظاهره کوونکو د لاریو چلوونکي وهلي او ناوړه چلند ورسره کوي.