"د لوګر د عینک د مس د کان په اړه د خلکو شکایتونه ډیر شوي دي"

د افغانستان د شفافیت د څارنې اداره وايي؛ چې د لوګر د عینک د مس د کان په اړه د خلکو شکایتونه ډیر شوي دي.

د دې ادارې اجرایوي رییس "یما ترابي" نن په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ د خلکو لوی شکایت دا دی چې د دې کان د ایستل کېدو له امله یې کورونه او سیمه پرایښي خو دولت ورته بل چېرې ځای نه دی ورکړی.

هغه وویل چې، د خلکو دارنګه شکایتونه د مس عینک کان پروژې ته زیان رسولای شي.

د عینک د مس کان تړون په ۲۰۰۸ م کال کې افغان دولت له یوې چینايي کمپنۍ سره کړی و او تمه کېده، چې د دې کان د استخراج کار روان میلادي کال پیل شي، خو تراوسه دا کار نه دی پیل شوی.