په روزګان کې د ماین چاودنې د ملي پیوستون د پروګرام ۳ کارکوونکي ووژل

په روزګان ولایت کې د ماین چاودنې د ملي پیوستون د پروګرام درې تنه کارکوونکي وژلي دي.

د روزګان د والي ویاند عبدالله همت ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې پیښه پرون ماسپښین په د هراود ولسوالۍ کې هغه مهال وشوه، چې د ملي پیوستون پروګرام د سیمه ییزي شورا منشي علي محمد او دوه تنه بنایان د استنادي دېوال په جوړولو اخته وه او ماین پر وچاودېد.

د والي ویاند که څه هم دا کار د وسله والو طالبانو بولي؛ خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ملي پوستون پر کارکونکو دا لومړي حمله نه ده له دې مخکې په هرات ولایت کې هم د ملي پوستون د پروګرام ۷ تنه کار کوونکي وژل شوي وو.