م.م وايي د سوریې کړکېچ په عراق کې ترور او فرقه يي تشدد پراخوي

د عراق لپاره د ملګروملتونو استازی وايي، د ګاونډي هېواد سوریې کړکېچ په عراق کې ترور او فرقه يي تشدد پراخوي.

"نیکولای مالدینوف" Nickolay Mladenov د ملګروملتونو امنیت شورا ته وویل؛ د سوریې د کړکېچ حل او د تروریزم د له مینځه وړو په مقصد د یوې سیمه ییزې ستراتیژۍ جوړول په عراق کې د ثبات لپاره حیاتي اهمیت لري.

نوموړي زیاته کړه چې، شاوخوا دوه سوه زره کسان په سوریه کې د کړکېچ له وېرې عراق ته کډه شوي چې؛ اکثریت د کردستان د سیمې دي. ده یادونه وکړه چې په عراق کې د امنیتي حالت له خرابېدو او د عراقي سیاستوال ترمینځ له اختلافونو څخه هغه افراطي ډلې ګټه پورته کوي؛ چې په دې هېواد کې د فرقه يي تشدد اور ته لمن وهي.

د ملګروملتونو د اټکل له مخې سږکال د جولای او اکتوبر میاشتو ترمینځ په عراق کې نژدې نهه زره ملکي وګړي او دولتي سرتېري وژل شوي چې د ګڼ شمېر دې وژنو علت فرقه يي تشدد دی.