د امریکا د ملي امنیت سلاکارې له ولسمشر حامد کرزي سره په لیدنه کې ویلي چې؛ هېواد یې نه شي کولای له افغانستان سره د امنیتي قرارداد د لاسلیک لپاره تر ۲۰۱۴م کال پورې انتظار وکړي.
سپینه ماڼۍ وایي ولسمشر حامد کرزي له سوزن رایس سره په دې لیدنه کې د امنیتي قرارداد د لاسلیک لپاره نوې شرطونه وړاندې کړي.
خو د ولسمشر حامد کرزي د ویندوی دفتر بیا په یوه خپر پاڼه کې ویلي چې ولسمشر کرزي په خپلو پخوانیو شرطونو چې د افغانانو پر کورونو د عملیاتو بندول، په صادقانه توګه د افغانستان د سولې د بهیر پیل او د شفافو انتخاباتو ترسره کول دي ټینګار کړی دی.
د ولسمشر کرزي د ویندوی دفتر وايي چې سوزن رایس تیر ماښام له ولسمشر کرزي سره په ارګ کې کتلي دي.
سوزن رایس په یو درې ورځني سفر افغانستان ته تللې او امریکايي چارواکي وايي چې پر افغان چارواکو سربیره به نوموړې په دې هیواد کې له میشتو امریکايي سرتیرو سره هم وګوري.