په بغلان کې د یوه هلک او یوې نجلۍ د وژونکو د نیولو امر وشو

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر په بغلان کې د پولیسو چارواکو ته امر کړی دی چې؛ په دې ولایت کې د یو هلک او نجلۍ وژونکي پیدا او محکمې ته یې راکاږي.

د راپورونو له مخې دا هلک او نجلۍ د یکشنبې په ورځ له کور څخه له تېښتې وروسته د دهنه غوري ولسوالۍ د احمدزیو په سیمه کې ونیول شول او بیا په ډزو ووژل شول.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې دا پېښه غندي.

یو شمیر ځايي خلک وايي، پولیس د پېښې له پېښیدو مخکې خبر و خو د مخنیوي لپاره یې هیڅ ډول ګام پورته نه کړ.

د کورنیو چارو وزارت په یو خبر پاڼه کې وايي چې؛ د کورنیو چارو وزیر د بغلان امنیتي ځواکونو ته امر کړې چې دا پېښه په جدیت وڅیړي او هغه کسان پیدا کړي چې ددې نجلۍ او هلک په وژلو کې یې لاس درلود.