د یوکراین پخوانۍ صدراعظمي په زندان کې د نه خوړولو اعتصاب پیل کړی

د یوکراین پخوانۍ صدراعظمي یولیا تیموشینکو په زندان کې د نه خوړولو اعتصاب پیل کړی دی.

ویل کیږي چې نوموړې دا اعتصاب د هغو کسانو سره د ملاتړ څرګندولو لپاره کړی چې؛ د کیف په واټونو کې یې مظاهرې وکړې او له اروپايي ټولنې سره یې د نژدې اړیکو غوښتنه کوله.

د راپورونو له مخې د دوشنبې په ورځ بیا په زرګونو خلکو په یوکراین کې مظاهرې وکړې او ددې هیواد له ولسمسر ویکټور یناکویچ څخه یې وغوښتل چې؛ له اروپايي ټولنې سره دې سیاسي او تجارتي قرارداد لاسلیک کړي.

د دې اعتراضونو په دویمه ورځ د پولیسو او اعتراض کوونکو ترمنځ نښتې هم شوي دي.

پخوانۍ صدراعظمې یولیا تیمو شینکو چې په زندان کې ده؛ ویلي، د مظاهره چیانو سره یې د یووالي د نښې په توګه د نه خوړو اعتصاب پیل کړی؛ څو ولسمشر یناکویچ ته پیغام ورکړي چې؛ له اروپا سره سیاسي او تجارتي قرارداد لاسلیک کړي.

بل خوا د اروپايي ټولنې مشر او نورو چارواکو روسیه تورنه کړې چې؛ پر یوکراین یې فشار راوړی څو له اروپايي ټولنې سره دا تړون لاسلیک نه کړي.