د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وايي؛ د ایران او نړۍ د قوتونو ترمنځ د وروستۍ موافقې پر اساس به اروپايي ټولنې پر ایران خپل ځیني بندیزونه لرې کړي.
"لوران فابیوس" نن وویل، د اروپايي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران به په ډسمبر میاشت کې غونډه وکړي او پر ایران به د ځینو بندیزونو لرې کول وڅیړي.
" دا کتنه څو اونیو وروسته لپاره پلان شوې ده. موږ به د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه جوړه کړو او په هغې کې به د اروپا د بهرني سیاست د مسوولې کاترین اشټن له خوا چې زموږ ملاتړ هم ورسره دی؛ د بندیزونو د کمولو پیشنهاد مطرح شي. د بندیزونو کمول به محدود او هدفمن وي او موږ کولی شو دا بندیزونه بیا زیات کړو."
ایران د شنبې په ورځ د نړۍ له قوتونو سره موافقه وکړه چې؛ د یو لړ بندیزونو د کمولو په مقابل کې به خپل ځیني اټمي فعالیتونه بند کړي.