د جاپان صدراعظم وايي، د چین دا پریکړه چې د خپل سمندر خیتځ هوايي قلمرو يې هوايي مدافع زون ګڼلی دی؛ په ژوره توګه یو خطرناک ګام دی.
"شینزو ابې" د دوشنبې په ورځ وویل؛ دی زیات اندیښمن دی چې دا ګام به غیر ارادي عواقب ولري.
چین د روانې نومبر میاشت په درېیمه نېټه هغه سیمه هوايي مدافع زون وبلله چې؛ د جاپان تر ولکي لاندې لانجمنې جزیرې هم په کې شاملې دي.
چین، جاپان او تایوان درې واړه د دغو جزیرو د ملکیت دعوه لري.
بل لورته د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل د نومبر په ۲۴ نېټه وویل؛ دا سیمه د واشنګټن او توکیو ترمنځ د امنیتي تړون په دایره کې راځي او امریکا به د چین له خوا د حملې په صورت له جاپان څخه دفاع وکړي.