د رایې ورکولو په پاڼو کې د جمهوري ریاست د کاندیدانو ځایونه وټاکل شول

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نن د پچې اچونې له لارې د رایې ورکولو په پاڼو کې د جمهوري ریاست د کاندیدانو ځایونه وټاکل.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د مسوولینو له خوا دا قرعه کشي د کاندیدانو د استازیو او رسنیو په مخ کې وشوه.

د افغانستان د جمهوري ریاست انتخاباتو ته یوولس کسان کاندیدان دي.

ټاکل شوې دا انتخابات د حمل په شپاړسمه وشي.