په هلمند کې د انتخاباتو مسوول چارواکي وايي؛ په دې ولایت کې سل زره کسانو د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د رای ورکولو کارتونه اخیستي چې پنځه زره یې ښځې دي.
د هلمند ولایت د انتخاباتو د ساحوي دفتر مشر قدرت الله نقشبندي په ګرشک ولسوالۍ کې د ښځو د پوهاوي په یوه غونډې کې وویل؛ که څه هم د ټولو جنوبي ولایتونو د ولسوالیو پرتله په ګرشک ولسوالۍ کې ډېرشمېر ښځو د رای ورکولو کارتونه اخیستي؛ خو ده زیاته کړه چې، د ښځو د نفوس په پرتله دا شمېره کمه ده:
نقشبندي وايي، څومره چې تمه کېده ترهغه ډېر کم شمېر ښځو د رای ورکولو کارتونه اخیستي دي.
د هلمند مرستیال والي مسعود بختور وايي، د دې ولایت اکثر ښځې د کلتوري او کورنیو ستونزو له کبله نشي کولای چې؛ په انتخاباتو کې ګډون وکړي.