د اسراییل صدراعظم د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ شوې موافقه وغندله

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیهاو نن د ایران او د نړۍ د شپږو مقتدر هیوادو ترمنځ شوې موافقه وغندله.

نتانیاهو دا موافقه یوه تاریخي تیروتنه بللې چې اسراییل تعهد نه ورته لري.

د اسراییل صدراعظم نن په بیت المقدس کې د خپلو وزیرانو غونډې ته وویل:

"هغه څه چې تېره شپه په جنیوا کې موافقه ورباندې وشوه؛ تاریخي موافقه نه ده، تاریخي تیروتنه ده.

نن نړۍ لاډیر خطرناک ځای شوی، ځکه د نړۍ یوه ډير خطرناک رژیم په نړۍ کې د یوې ډيرې خطرناکې وسلې درلودلو لپاره یو مهم ګام اخیستی دی.

د نړۍ سترو قدرتو اول وار په ایران کې د یورانیمو د غني کولو سره موافقه کړې او د ملګرو ملتو د امنیت شورا پریکړه لیک یې چې دوی يې په سر کې وو، له پامه غورځولی دی."


بنیامین نتنیاهو ویلي چې دا موافقه د اسراییل په ګډون زیاتو هیوادو ته تهدید دی.