"د ښځو پر وړاندې د خشونت مخنیوی ته باید تدابیر جدي شي"

په داسې حال کې چې د افغانستان د بشر د حقونو سازمان، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د خشونت د زیاتېدو خبر ورکوي؛ د بشر د حقونو او د ډیموکراسي د سیمه ییزو سازمانونو استازي پر افغان او د سیمې پر حکومتونو غږ کوي چې؛ د ښځو د حقونو تامینولو ته دې له نړیوالو نورمونو سره سم تدابیر پراخ کړي.

په دې اړه د یکشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د بشر د حقونو او ډيموکراسۍ د سازمان له خوا یو سیمه ییز کنفرانس جوړشوی و چې؛ د ایران، پاکستان، هندوستان، بنګله دیش، نیپال، سینګاپور او قرغزستان د بشر د حقونو او مدني ټولنو فعالانو هم په کې برخه درلوده.

د افغانستان د بشرد حقونو او ډيموکراسۍ د سازمان ريیس خداداد بشارت وویل؛ چې افغان حکومت او سیمه باید د ښځو د حقونو پر وړاندې ژور نظر ولري:

"په خواښینۍ سره، دې برخې ته لږ پام شوی. کنفرانس افغان حکومت او سیمې ته وایي چې، د ښځو د حقونو پروړاندی باید ژور او پراخ نظر ولري او په ټولنیزو او فرهنګي چارو کې د ښځو حقونو ته ډیر کار وشي."

دا کنفرانس په داسې حال کې په کابل کې جوړیږي چې؛ د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون وایي؛ د تېر کال د شپږو میاشتو په نسبت د روان کال په شپږو میاشتو کې په هېواد کې د ښځو پروړاندې د خشونت پیښې پنځه ویشت فیصده زیاتې شوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د بشر د حقونو د دفتر ريیسې "خجسته فنا" وویل؛ په هیواد کې د ښځو حقونو ته کار شوی؛ پرمختګونه په کې هم شوي، خو کافي نه دي او هڅې روانې دي چې، په دې برخه کې نور پرمختګ هم وشي:

"د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اساسي قانون او نړېوالو ژمنو په اساس د بشر د حقونو ارزښتونه پلی کوي.

د بهرنیو چارو وزارت په خپلو پالیسیو کې دا اصل ځای کړی دی.
دا وضعیت له نړیوالو پټ نه دی او مخ په ښه کېدو دی. هیله ده ستاسې په مشوره او همکارۍ، په دې برخه کې نور ښه والی هم راشي."


د بهرنیو چارو وزارت چارواکو د حکومت په ملکي او نظامي ادارو، په اقتصادي اوفرهنګي چارو، د پوهنې په سکتور، ملي شورا او ولایتي شوراګانو او داسې نورو برخو کې د ښځو کار کول، لاسته راوړنه وبلله.

خو د کنفرانس ګډون والو تاکید وکړ چې؛ په دې برخه کې عامه پوهاوی او د قانون حاکمیت زیاته مرسته کولی شي.

راپور: خان محمد سیند