د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، په تیرو څو ورځو کې په کابل کې د انتحاري حمله کوونکو پنځه داسې ډلې نیول شوي دي چې؛ غوښتل یې د مشورتي لویې جرګې امنیت خراب کړي.
د ملي امنیت د عمومي ریاست سرپرست رحمت الله نبیل په دې اړه د جرګې له پای ته رسیدو وروسته خبري کنفرانس ته وویل؛ چې نیول شوي کسان د طالبانو، حقاني او ځینو نورو ترهګریزو شبکو غړي دي.