اشټن: د تهران د اټمي لانجې د حل لپاره یوې تاریخې موافقې ته رسیدلې یو

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوولې کاترین اشټن وویل؛ ایران او لویدیځ قوتونه د تهران د اټمي لانجې د حل لپاره یوه تاریخې موافقې ته رسیدلي دي.

په همدې حال کې ولسمشر اوباما له سپینې مانۍ څخه په خپلو خبرو کې وویل چې؛ دا موافقه ایران ته زیمنه برابروي چې له یوې باوقاره لار څخه له نړیوالې ټولنې سره بیا یو ځای شي.

"نن موږ د یوه پراخ بنسټه او سوله ییز حل لپاره یو ریښتینۍ فرصت ترلاسه کړ. زه باور لرم چې دا باید وازمایو. دا له کوم وخت څخه چې ما کار پیل کړی له ایران سره یوه مهم پرمختګ دی. اوس نو موږ باید د راتلونکو میاشتو کې دې یوې داسې مسالې د پراخ بنسټه حل لپاره وکار و چې؛ له لسیزو راهیسې يې زموږ او زموږ د متحدانو امنیت ته ګواښ جوړ کړی و."

ولسمشر باراک اوباما دا هم وویل چې؛ هېواد یې د اسرایل د امنیت لپاره متعهد دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دا موافقه یوه مهم لاسته راوړنه بللې؛ خو دا يې هم ویلي چې، دا لومړی ګام دی او د یورانیمو غني کولو به دوام ولري.