ټاکل شوې ده چې (یکشنبه) به مشورتي لویه جرګه د یو پریکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسیږي.
افغان چارواکي وايي چې، جرګه به د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي همکاریو د قراداد په اړه خپلې پریکړې او سپارښتنې حکومت ته وسپاري.
د مشورتي لویې جرګې د جوړولو د کمیسون ویاند عبدالخالق حسیني پشه يي د شنبې د ورځې په ماښام ازادي راډیو ته وویل چې؛ په کمیټو کې بحثونه پای ته رسیدلي دي.
ښاغلي پشه يي د جرګې د (یکشنبې) د ورځې د کاري اجنډا په اړه وویل:
” د لویې جرګې عمومي غونډې ته به د پنځوسو کمیټو رییسان، هر یو له یوې دقیقې څخه تر درې دقیقو پورې د خپلې کمیټې راپور وړاندې کوي. وروسته به هغه پریکړه لیک چې چمتو شوی او چمتو کېږي په عمومي غونډه کې ولوستل شي. او ورپسې به ولسمشر حامد کرزې مشورتي لویې جرګې ته اختتامیه وینا وکړي. “
د دې جرګې یو غړي او د حق او عدالت ګوند مرسیتال معین مرستیال ازادي راډیو ته وویل چې؛ د لویې جرګې د شنبې د ورځې په غونډې کې تر ټولو ډیر بحثونه د امنیتي قرارداد پر دیارلسمه ماده وشول چې په کې په افغانستان کې د پاتې کیدونو امریکايي سرتیرو په اړه د قضايي صلاحیت موضوع یاده شوې ده.
له ښاغلي مرستیال څخه مې وپوښتل چې ددې مسلې په اړه د جرګې د کمیټو وروستۍ پریکړې څه وې. نوموړی وايي
”د ډیرو کمیټو پریکړه دا وه چې که چیرې د دې امکان نه وي چې د افغانستان د قوانینو په اساس امریکايي مجرمین او متهمین محاکمه شي، نو هماسې چې موږ ته زموږ قوانین د درناوي وړ دي د نورو هم دي. بیا دې دننه په افغانستان کې د جرم او تورونو په صورت کې امریکايي پوځیان د متضررینو، افغان څارونکو او ناظرانو په وړاندې محاکمه شي او که اړتیا پېښیږي چې دا محاکمه په امریکا کې وشي، امریکا باید افغان متضرره شویو کسانو او همدارنګه څارونکو ته د سفر په سهولتونه برابر کړي.“
ښاغلي مرستیال وویل چې د عمومي پریکړه لیک په اړه هم کار شوی چمتو شوی دی خو نهايي شوی نه دی.
نوموړي زیاتوي چې په دې پریکړه لیک کې چې نن ( یکشنه) به خپور شي د ټولو کمیټو غوښتنې ځای شوې دي.
ښاغلی مرستیال زیاتوي، د لویې جرګې د ډیرو کمیټو غړي له ولسمشر حامد کرزي څخه غواړي چې د پنځلس ورځو په موده کې دې دامریکا سره دا قرارداد لاسلیک او د افغانستان پارلمان ته وړاندې کړي.
له بلې خوا د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل، د لویې جرګې غړیو ته په اختیتامیه وینا کې په ولسمشر کرزی د جرګي ګډونوالو ته هغه شرطونه بیان کړي چې لا یې هم د امریکا د متحدو ایالاتو سره ددې تړون د لاسلیکولو په برخه کې پرځای کیدل غواړي :
” ولسشمر حامد کرزی به لویې جرګې ته په خپله اختیتامیه وینا کې، ټول هغه شرایط بیان کړي چې د افغانستان حکومت له امریکا سره ددې سند د لاسلیکولو لپاره ایښې دي. همدارنګه به ولسمشر کرزی جرګې ته ټول هغه دلایل تشریح کړي چې نوموړی ولې غواړي د دې سند لاسلیک د ولسمشرۍ د انتخاباتو تر ترسره کیدو وځنډیږي.“
د یادونې وړ ده چې د لویې جرګې د تایید له ترلاسه کولو ورسته به د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي او دفاعي قرارداد د افغانستان ملي شور له خوا تصویبیږي او له هغې وروسته به یې افغان ولسمشر د امریکا له متحده ایالاتو سره لاسلیکوي.
ددې سند له مخې له ۲۰۱۴ م کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کیدونکو امریکايي سرتیرو د پاتې کیدو څرنګوالی ټاکل کیږي.