ټاکل شوې ده چې نن (یکشنبه) به د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون په اړه د بحث لپاره جوړه شوې مشورتي لویه جرګه د یو پرېکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسیږي.
د مشورتي لویې جرګې غړي وايي چې؛ د افغانستان او د متحدو ایالاتو ترمنځ د د امنیتي او دفاعي قرارداد په اړه یې په پنځوسو جلا جلا کمېټو کې بحثونه پای ته رسولي او خپل راپورونه یې چمتو کړي دي.
د مشورتي لویې جرګې د جوړولو د کمیسون ویاند عبدالخالق حسیني پشه يي ازادي راډیو ته د جرګې د وروستۍ ورځې د کاري اجنډا په اړه وویل:
”د لویې جرګې عمومي غونډې ته به د پنځوسو کمیټو رییسان، هر یو له یوې دقیقې څخه تر درې دقیقو پورې د خپلې کمیټې راپور وړاندې کوي. وروسته به هغه پریکړه لیک چې چمتو شوی او چمتو کېږي، په عمومي غونډه کې ولوستل شي او ورپسې به ولسمشر حامد کرزې مشورتي لویې جرګې ته اختتامیه وینا وکړي.“
د ولسمشر ویاند ایمیل فیضي پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل چې؛ ولسمشر کرزي به د مشورتي لویې جرګې غړیو ته په اختتامیه وینا کې خپل هغه شرطونه بیان کړي چې؛ د دې سند د لاسلیک لپاره یې د امریکا له متحدو ایالتونو د پوره کیدو غوښتونکی دی او همدارنګه به په دې اړه هم خپل دلایل ووايي چې؛ ولې غواړي دا سند تر انتخاباتو وروسته لاسلیک شي.