د اقلیم د بدلون په اړه د م.م مهم کنفرانس په وارسا کې پای ته ورسیده

د اقلیم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو مهم کنفرانس په وارسا کې پای ته ورسیده او مزاکره کوونکي په کې په وروستۍ شیبو کې د هغه یو نوې تړون پر چوکاټ سلا شول چې؛ په ۲۰۱۵م کال کې به په پاریس کې لاسلیک شي.

د دې کنفرانس ګډونوالو له شپږ دیرش ساعتونو پرلپسې غونډو وروسته د شنبې په ورځ خپلې خبرې راټولې کړې.

په کنفرانس کې د پرمختللیو او مخ پر ودې هیوادونو استازو په دې سره اختلاف درلود چې؛ څوک باید د اقیلم د بدلون د کابو کولو لپاره ډیر مسوولیت پر غاړه واخلي.

چین او هندوستان په متن کې د ( تعهداتو) د کلمې کارول رد کړل او ټینګار یې وکړ چې، په دې تړون کې دې په تاریخي توګه د مضرو ګازونو خپریدل تایید شي.

مخ پر ودې هیوادونه همدارنګه له پرمختللو هیوادونو غواړي چې له ۲۰۲۰ م کال وروسته دې د کال سل میلیارده ډالر ولګوي.

د ملګرو ملتونو ساینسپوهانو خبرداری ورکړی دی چې که سمدلاسه ګامونه وانه خیستل شي؛ نو د نړۍ اقلیم به د سانتي ګراد په حساب څلور درجې نور هم تود شي چې؛ ورسره به د سمندرونو د اوبو سطحه پورته شي او د هوا د سختې خرابۍ او نورو طبیعي افاتو سبب به شي.