د لېتویا ولسمشر انډریس بېرژینز(Andris Berzins ) په ریګا کې د یوې مغازې د چت د راپریوتو په پېښه کې د څلور پنځوسو کسانو وژل کېدل قتل بللی دی.
بېرژینز د شنبې په ورځ په تلویزوني خبرو کې دا ناورین د یو زیات شمیر بې دفاع خلکو وژنه وبلله.
د شنبې په ورځ د دې مغازې د چت د درېیمې برخه رالویدل د دې سبب شول چې د ژوندي پاتې شوې کسانو د ژغورنې لپاره هڅې وځنډیږي.
ګومان کیږي چې له دیارلسو تر شپاړسو پورې کسان لا هم د رالویدلې چت تر ماتو ګوډو لاندې پاتې دي.
د پنجشنبې د ورځې د دې ناورین علت څرګند نه دی. پولیس وايي، د مغازې د چت رالویدلو سبب ممکن د ودانۍ په ډیزاین کې نیمګړتیا او کمزوري ابادي وي.