وروسته له هغې چې ځینو رسنیو شکایت وکړ چې؛ د مشورتي لویې جرګې له غړو سره د دوی د مرکو مخنیوی شوی دی؛ جمهور رییس حامد کرزي وویل، هیڅوک حق نه لري د جرګې د غړو د نظر ورکولو مخه ونیسي.
جمهور رییس حامد کرزي نن په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې وویل؛ د مشورتي لویې جرګې غړي په بشپړه توګه ازادي لري چې؛ خپل نظر بیان کړي.
تر دې مخکې ځینو رسینو شکایت کړی و چې؛ د مشورتي لویې جرګې په دویمه ورځ ځینو مسوولینو د جرګې له هغو غړو سره د خبرو اجازه نه وه ورکړې چې؛ له امریکا سره د امنیتي تړون مخالف دي.
نن له امریکا سره د مشورتي لویې جرګې درېیمه ورځ ده او ټاکل شوې سبا له غرمې وروسته پای ته ورسیږي.