ولسمشر حامد کرزي په ننګرهار کې د امريکايي ځواکونو په عملياتو کې د دوو ملکيانو وژنه وغندله.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر په اعلاميه کې وويل؛ چې د امريکا ځانګړو ځواکونو د لړم يا عقرب پر ٢٨مه په بټي کوټ ولسوالۍ کې پر يوه کور حمله کړې؛ چې په نتيجه کې يې دوه وروڼه ووژل شوي دي.
په اعلاميه کې د ولسمشر کرزي دا خبرې هم رااخيستل شوي؛ چې ويلي يې دي، افغان دولت له کلونو راهيسې د افغانانو پر کورونو د بهرنيو ځواکونو د عملياتو بندېدل غواړي.
اعلاميه زياتوي، د مشورتي لويې جرګې د رابللو يو هدف هم دا دى چې افغان ملت د بهرنيو ځواکونو د راتلونکي حضور په اړه فيصله وکړي.
امريکايي ځواکونو په دې اړه تبصره نه ده کړې.