پاکستان شکیل اپريدی د یوه ناروغ په قتل تورن کړ

پاکستان شکيل اپرېدى په ٢٠٠٥م کال کې د قتل د قضيې په تړاو تورن کړ.

اپرېدى هغه ډاکټر دى چې له امريکا سره يې په پاکستان کې د اسامه بن لادن په موندلو کې مرسته کړې ده.

د اپرېدي مدافع وکيل پرون وويل چې؛ پاکستاني چارواکو د ده موکل د هغه ناروغ په مرګ تورن کړى، چې د ده له خوا عمليات شوى و.

د مړه شوي کس مور عريضه کړې او ادعا کوي اپرېدى چې جراح نه و، دغه عمليات کړى دى.

په ٢٠١١م کال کې د امريکا د ځانګړو ځواکونو تر عملياتو وروسته چې په کې اسامه بن لادن ووژل شو، شکيل اپرېدى نيول شوى دى.