په لېتویا کې د یوه پلورنځي د چټ د نړېدو په پېښه کې د مړو شمېر ۴۸ ته ورسېد

په لتويا کې د اطفايې د درېيو مامورينو په ګډون لږ تر لږه ٤٨ کسان هغه وخت مړه شول چې د يوه لوى پلورنځي چت ونړېد.

د ژغورنې ډلې پرون هم د لتويا په پلازمېنه ريګا کې د دې پلورنځي په ويجاړيو کې خپلو عملياتو ته ادامه ورکړه.

د دې هېواد صدراعظم والديس دومبرو فسکيس وويل، چې د پېښې د علت په اړه څېړنې پيل شوې دي:

”بېخي څرګنده ده چې بايد لازم اقدامات وکړو څو په راتلونکي کې د وَرته غموونکو پېښو مخنيوى وشي. له دغه ډول ودانيو د خپلې څارنې اقدامات نور هم شديد کوو“

په پېښه کې ٣٦ تنه نور ټپيان شوي دي. دغه پلورنځى په ٢٠١١م کال کې جوړ شوى و.