د لاتویا په مرکز "ریګا" کې د یوه مارکیټ د چت د نړېدو له امله لږ ترلږه ۲۱ کسان مړه شوي دي.
د ژغورنې کارکوونکې تر خرابو لاندې د پاتې کسانو او مړیو راایستلو هڅه کوي او چارواکو له خلکو څخه غوښتې چې؛ وینه ورکړي.
چارواکي وایي، په مړه شویو کې درې تنه د اوروژنې کارکوونکي دي.
پیښه د پنجشنبې په ماښام چې د سودا اخیستونکو ګڼه ګوڼه زیاته وه؛ وشوه او لږ ترلږه ۳۶ کسان په کې ټپیان شوي دي.
د پیښې په اړه څیړنه روانه ده، خو د لېتویا د کورنیو چار وزیر "ریحارډز کوژلوفسکیس" وایي، د مارکیټ په ودانې کې ساختماني مقررات عملې شوي نه وو.