په جنیوا کې د نړۍ له شپږو قدرتونو سره د ایران د اټمي پروګرام په اړه خبرې د درېیمی ورځې لپاره روانې دي.
د نن ورځې غونډه د خبرو د روان پړاو چې د جون میاشت کې د جمهور رییس حسن روحانې له ټاکل کېدو راهیسي پیل شوې؛ وروستۍ خبرې دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شوری پنځه دایمي غړي؛ امریکا، روسیه، چین، فرانسه اوبریتانیا او دغه راز جرمني پر ایران فشار اچوي چې؛ د خپل اټمي پروګرام یوه برخه دې بنده کړي او دوی شک کوي چې، ایران په پټه اټمي وسلې تولیدوي.
د تهران د دې کار په بدل کې شپږو طاقتونو ژمنه کړې چې؛ په ایران باندې لګول شوي بندیزونه به راکم کړي.
د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشري کټرین آشټن پرون وویل؛ د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره یې خبرې ډیرې ښې وې. دې زیاته کړه چې، ځینې سختې مسالې لا پاتې دي او له همدې امله د نن ورخې خبرې ډیرې مهمې دي.