امریکا: امنیتي-دفاعي تړون باید د روان کال له پای ته رسېدو مخکې لاسلیک شي

سپینه ماڼۍ غواړي چې. د امریکا او افغانستان ترمینځ امنیتي، دفاعي تړون د روان کال له پای ته رسېدو مخکې لاسلیک شي.

د سپینې ماڼۍ ویاند "جاش ارنست" Josh Earnest د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې؛ د دې موافقې ژرترژه تصویب د امریکا د پلان جوړولو لپاره مهم دی:

"موږ خوشاله یو چې وینو د دې امنیتي تړون پر متن موافقه شوې. اوس مهمه دا ده چې، دا موافقه د افغانستان له خوا ژرترژره تصویب او لاسلیک شي."

د سپینې ماڼۍ ویاند دا څرګندونې یوازې څو ساعته وروسته له هغه وکړې چې؛ ولسمشرحامدکرزي مشورتي لویه جرګې ته په وینا کې وویل چې؛ دا سند ښايي د ۹۳ کال له انتخاباتو مخکې لاسلیک نه شي.

ارنست وویل، د افغانستان د حکومت لپاره مهمه ده چې دا موافقه له ۲۰۱۴ کال مخکې تصویب کړي. ده زیاته کړه چې، امریکا تراوسه په دې اړه چې آیا په افغانستان کې د خپلو پوځي ځواکونو حضور ته دوام ورکړي کنه پرېکړه نه ده کړې.