د افغانستان کرکټ ملي ټیم په متحده عربي اماراتو کې د نړیوال شل اووریز جام د غوراوي په سیالیو کې ډنمارک ته په ماتې ورکولو سره پرون خپله څلورمه پرله پسې بریا ترلاسه کړه.
لوبه د ډنمارک ټیم پیل کړه چې، په ټاکلو شلو اوورونو کې یې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۴۵ منډې جوړې او د افغانستان ټیم ته یې د ۱۴۶ منډو هدف ورکړ؛ خو افغان لوبغاړو ټاکلی هدف د لوبې په ۱۵ اوور کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ.
د یادونې وړ ده چې، افغان لوبغاړي نجیب ځدراڼ د ۳ څلوریزو او ۵ شپږیزو په وهلو سره ۶۱ منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
ټاکل شوې چې، د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن د نیپال پر وړاندې په خپل ګروپ کې شپږمه سیالي ترسره کړي.