په ژنیو کې د نړۍ له شپږو قدرتونو سره د ایران د اټمي پروګرام په اړه خبرې پرون بیاهم له نتیجې پرته پای ته ورسېدې.
تهران وویل، یوې موافقې ته د رسېدو لپاره پرمختګ چې تمه کېده ترلاسه نشو، خو دواړو اړخونو، چې نه غواړي هڅې یې بې نتیجې وي، ویلي دي چې خبرې اترې مفصلې، جدي او ګټورې دي.
د ملګروملتونو د امنیت شورا پنځه دایمي غړي، امریکا، برتانیا، روسیه، چین، فرانسه او جرمني غواړي چې ایران د یورانیمو غني کولو پروګرام ودروي.
د ایراني پلاوي مشر د پنځه جمع یو د پلاوي له مشرې کاترین اشټن سره د ایران د بهرنیوچارو وزیر له څلورنیم ساعته پرله پسې خبرو وروسته وویل چې د دواړو خواوو ترمینځ د فاصلې کمولو په مقصد په هڅو کې پرمختګ ونشو. اروپايي سرچینو برعکس ویلي چې په خبرو کې پرمختګ شوی خو یولړ مسایل لاهم پاتې دي، نو ځکه د دوی په وینا د نن ورځې خبرې به مهمې وي.
په همدې حال کې د امریکا په سنا کې د اکثریت ډیموکرات ګوند مشر هري رید په واشنګټن کې وویل، که له ایران سره کومه موافقه ترلاسه نشي د کانګرس غړي به په راروانه ډسمبر میاشت کې د ایران پرضد د نویو بندیزونو د لګولو هڅو ته دوام ورکړي.