د مشورتي لویې جرګې ګډونوالو نن خپل اداري هیت بشپړکړ او په پنځوسو کمیټو کې یې خپل بحثونه پيل کړل.
د مشورتي لویې جرګې له پيلیدو سره سم دغې جرګې ځانته ریس، درې مرستیالان او دوه منشیان وټاکل.
د لویې جرګې غړو د پنجشنبې په ورځ صبغت الله مجددي د خپل ریس او نعمت الله شهراني، شیرمحمد اخندزاده او فضل کریم ایماق د لومړي، دویم او دریم مرستیال په توګه وټاکل.
دې جرګې ځآنته دوه منشیان هم وټاکل چې یوه یې میرمن ده.
جرګه به د یکشنبې په ورځ له غرمې وروسته پای ته رسیږي او ګډونوال به یې په یوه پریکړه لیک کې خپل نظر څرګندوي.
د لویې جرګې د جوړیدو کمیسیون ویاند عبدالخالق حسیني پشه یي ازادي راډیو ته وویل چې؛ جرګې عملآ په کار پيل کړی او ټولو ګډونوالو ته یې د امنیتي سند مسوده ویشل شوې ده.
د تړون د نورو مسایلو ترڅنګ به جرګه په دې بحث کوي چې؛ په افغانستان کې پاتې کېدونکو امریکايي قضايي صلاحیت ورکړل شي او که نه.
امریکايي چارواکي غواړي چې؛ عسکر یې د جرم د ترسره کولو په صورت کې په امریکا کې محاکمه شي.
دوي به په دې هم بحث کوي چې؛ امریکایانو ته په استثنایي حالت کې د کورونو د تالاشۍ اجازه ورکړل شي او که نه؟
افغان ولسمشر وایي، که په دې سند کې د افغانستان شراېط ومنل شي، د هېواد په ګټه دی.
که چېرې دا سند ومنل شي په افغانستان کې به له ۲۰۱۴ وروسته هم له لسو تر پنځلس زرو امریکایي عسکر د لسو کلونو لپاره پاته شي.
ولسمشر وایي، امریکا د دې غوښتونکې ده چې؛ په افغانستان کې نهه پوځي اډې ولري چې هغه په بګرام، کابل، مزارشریف، جلال اباد، کندهار، شینډنډ، ګردیز، هرات او هلمند کې دي.
تر اوسه معلومه نه ده چې لویه جرګه به په دې برخه کې څه پریکړه کوي، خو افغان ولسمشر حامد کرزی وایي، که چېرې دا سند تایید هم شي، له انتخاباتو وروسته به یې رسمآ لاسلیک کړي.
راپور: اسدالله "لودین"