لویه جرګه د حامد کرزي په وینا پرانیستل شوه

Your browser doesn’t support HTML5

لویه مشورتي جرګه نن شاوخوا لس نیمې بجې د افغانستان د جمهور رییس حامد کرزي په وینا پرانیستل شوه. ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کې تر ډېره د دې جرګې په اصلي اجنډا ټینګار وکړ او ویې ویل چې؛ په دې جرګې کې به د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي سند په اړه خبرې وشي او له اجنډا بهر به هیڅ ډول خبرو ته اجازه نه وي. د لویې مشورتي جرګې د جوړیدو کمیسیون ویاند عبدالخالق حسیني پشه يي ازادي راډیو ته وویل، تمه ده د ښاغلي کرزي له وینا وروسته ددې جرګې اداري هییت وټاکل شي. ددې جرګې غړي به په پنځوسو کاري کمیټو کې خپل کار پیل کړي. دا جرګه به تر یکشنبې ورځې پورې دوام ولري او په وروستۍ ورځ به خپل نظر د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي او دفاعي سند په اړه وړاندې کړي.