د روسيي په اورال کې د حزب التحریر د ډلې ۵ غړي په بند محکوم شول

د روسيي په اورال سیمه کې د سخت دریخې حزب التحریر د ډلې پینځه غړي په بند محکوم شول.

د چیلیابینسک سیمې محکمې د حزب التحریر څلورو غړو ته د شپږو او پینځه ته د شپږ نیم کلونو بند سزا ورکړه.

دا کسان د تروریزم او سخت دریځۍ لپاره په تبلیغ او حزب التحریر ډلې ته چې پر فعالیت يې بندیز دی،دخلکو د جذبولو په قضیو کې محکوم شوي دي.

روسيي د حزب التحریر ډله چې مرکز يې په لندن کې او د اسلامي خلافت لپاره فعالیت کوي ،په ۲۰۰۳ کال بنده کړه.