بغلان: دیارلس کلنې نجلۍ د جنسي تیري په جرم پنځه تنه نیول شوي

د بغلان امنیتي چارواکي وايي په یوې نهه کلنې او یوې دیارلس کلنې نجلۍ د جنسي تیري په جرم یې پنځه تنه نیولي دي.
د بغلان امنیې قومندانۍ ویاند احمدجاوید بشارت ازادي راډیو ته وویل په دغو پنځو تنو کې چې دوه ښځې هم شاملې دي تېر ماښام په بورکې ولسوالۍ کې نیول شوي.

اخوا د خوست امنیتي چارواکې وایي، یوتنکی ځوان یی نیولی چې د ځان وژونکې حملی قصد یی درلود.

د خوست امنیې قومندان سمونوال فیض اله غیرت ازادي راډیو ته وویل دغه څوارلس کلن هلک چې فرمان الله نومیږي یوه اونۍ د میرانشاه په یوه دینی مدرسه کې زده کړی کړی وې.