د دې تر څنګ په ځينو نورو روغتیايي او ټولنيزو برخو کې هم نمایشونه لرو او هغه ځل موږ په پنځو ولایتونو کې پنځه دیرش پروګرامه وکړل. چې ټول یې په مکتبونو کې وو).
سیدادریس فخري د هنرونو څانګې له تیاتر او سینما برخې فارغه شوی. او له څلور کلونو راهيسې د نانځکو تیاتر کار کوي. دی د خپل هغه نمایش یادونه کوي چې ده پکې د ناپاکه مڼې رول درلود او چغې یې وهلې چې ما له مينځلو وروسته وخورئ، کنه نو ناروغیږئ:
احمدنصیر فرمولي که یو خوا له دې ګیله من دی چې اطلاعات او کلتور وزارت ورسره هيڅ ډول مرسته نه کوي، نو بلخوا وايي چې د مالي ستونځو له کبله یې ګڼ ملګري له لاسه ورکړي او د نجونو برخه یې هم په نیشت حساب ده:
(اطلاعت او فرهنګ وزارت له موږ سره هيڅ ډول مرسته نه کوي. حتی که موږ ملي تیاتر ته لاړ شو څوک مو نه پيژني. که وګورو نو موږ په ټول افغانستان کې کار کوو او هر کال تر پنځوسو مختلف نمایشونه یا د تیاتر تمثیلي پروګرامونه جوړوو.
موږ څوارلس کسه وو خو د مالي او ځينو امنیتي ستونځو له کبله اوس ایله اووه کسه پاتې یو. هغه نور ملګري مو کله کله راسره وي. بل د نجونو په برخه کې ډیر مشکل لرو.
په تیاتر کې د ښځينه غږ ضرورت هم ډیر پيښيږي خو موږ یې نه لرو. که څه هم هلته یې څېره نه ښکاري خو بیا هم ځينې کورنۍ دوی نه پریدي چې له موږ سره کار وکړي. هیله من یو چې له موږ سره همکاري وکړي).
فرمولي همدا راز په مزار شریف کې د دوی لخوا د یوه نوي جوړ شوي تیاتر یادونه کوي او وايي چې که مرسته ورسره وشي، نو نوي ځوانان به وروزي او د تیاتر فرهنګ به ژوندی وساتي:
(په مزار شریف کې مو د (نويد د نانځکو تیاتر) په نوم یو ګروپ ایجاد کړی. چې لګیا دي کار کوي. بل مو په بامیان کې هم ایجاد کړی خو هغه دومره فعاله ندی. موږ سره ټول ځوانان کولی شي په تیاتر کې برخه واخلي، ورزده کوو یې، خو زیاتره له هنرونو فارغه شویو ځوانانو ته لومړیتوب ورکوو. موږ پخوا هم ځینې ټرینینګونه او روزنيز ورکشاپونه درلودل او اوس هم که له مالي پلوه راسره مرسته وشي، غواړو چې د ماشومانو او تنکېو ځوانانو لپاره د تیاتر په ځانګړي ډول د نانځکو تیاتر په برخه کې په مختلفو ولایتونو کې داسې ورکشاپونه ولرو او دې تیاتر ته همداسې دوام ورکړو).
د کاري تجربې نه لرل د بېکارۍ سبب کېږي!
که د پرمختګ لپاره له خپل مسلک یا هنر سره مینه او علاقه ضروري ده نو عملي کار او تجربه هم ډیره ضروري ده. که په یوه کار کې تجربه ونه لرو ښايي عملي کول یې راته ناممکن واوسي. له پوهنتونه تر فارغیدو وروسته ګڼ ځوانان ځکه کار نه مومي چې پخپله اړونده برخه کې ترې کاري تجربه غوښتل کېږي.
وحیدالله میاخیل له اقتصاد پوهنځي فارغه دی. د دې لپاره چې پخپله برخه کې کاري تجربه تر لاسه کړي له یوې ادارې سره یې اته میاتشې وړیا کار وکړ.
د اداري اصلاحاتو د ملکې خدمتونو کميسیون د دارالنشاء مشر سیدذبیح الله ساويز وايي چې د کار په قانون کې دا نشته چې که څوک کاري تجربه ونه لري هغوی تا باید کار ورنکړای شي. خو دا خبره شته تر هغه چې کاري تجربه پيدا کوي باید په ټيټ بست کې کار وکړي، چې اکثراً ځوانان دا شرط نه مني او بېکاره پاتې کېږي، ساویز وايي:
"اصلاً د کار په قانون کې د کاري تجربې په اړه داسې څه نشته چې دوی یې وايي. په قانون کې هيڅ ځای داسې ندي ویل شوي چې که تازه فارغه شوی محصل کاري تجربه ونه لري نشي کولی په ملکې خدمتونو کې شامل شي. هغوی کولی شي په پنځم او شپږم بست کار وکړي. خو څلورم، دريم، دوهم او اول چې مسلکې او عالي مدیریتي بستونه دي چې د نړۍ هر هیواد ته لاړ شئ؛ د دغو لپاره د کاري تجربې شرط ټاکل شوی دی او د کار په قانون کې هم دغو بستونو ته کاري تجربه لازمي بلل شوې. اوس مشکل په دې کې دی چې دوی ته په شخصي ادارو کې لوړ معاشونه ورکول کېږي او په ملکې خدمتونو کې له اوو زرو تر نهه زرو افغانیو دي، نو دوی په دغو پيسو کار کولو ته زړه نه ښه کوي)."
د کار او ټولنيزو چارو وزارت د مالوماتو له مخې اوس مهال اته سوه زره په شرايطو برابر کسان بېکاره دي. د نوموړي وزارت ویاند علي افتخاري وايي چې که څه هم د پخوا په پرتله په هیواد کې د بېکارۍ کچه راټيټه شوی. خو د دایمي کارونو نه موجوديت او د ځینو مؤسسو د له منځه تللو وروسته ښايي د بیکارۍ کچه لوړه شي. دی د دې ستونځې د مخنيوي په موخه د یوې ناستې یادونه کوي، افتخاري زیاتوي:
"دا اوس هم د یوې مؤسسې د کار د بندیدو او د قرارداد له پای ته رسیدو سره يې کارکوونکې بېکاره پاتې کېږي. ځکه چې موږ په افغانستان کې ډیر دایمي کارونه نه لرو.
موږ د همدې مشکل په اړه یوه ناسته رابللې وه. دا ناسته د کار او اقتصاد وزارت، د نړیوال بانک او د کار نړیوال سازمان په ګډ اتبکار ترسره شوه. موږ دې غونډې ته دولتي او غیردولتي سيکتورونو ادارې، د کارکولو ټولنې او مدني ټولنې رابللې وې چې په ځينو خنډونو او چېلینجونو بحث وکړو او د حل لار ورته پيدا کړو. د دې ناستې نتيجه دا وه چې که چېرې غواړو په افغانستان کې دايمي کارونه ولرو، باید په زراعتي سيکتور، معادن او د وګړو په مسلکې کولو کار وکړو)."
محصلانو ته د پوهنتون د درسونو تر څنګ ولې داسې زمینه نه برابریږي چې دوی له یوې ادارې سره پخپله اړونده برخه کې عملي تجربه تر لاسه کړي او سبا د کارموندنې په برخه کې له سرګردانۍ سره مخ نشي؟ دې پوښتنې ته د لوړوزده کړووزارت ویاند عبدالعظيم نوربخش ځواب ویلی:
(له نیکه مرغه اته څلويښت عنوانه کریکولم مو چې له کومه راهيسې له سره نوی کړی، په عملي کارونو مو ډير ټينګار پکې کړی. دوی مجبور دي چې د خپلو درسونو تر څنګ په پوهنتون کې دننه او بهر پراکتیکې کارونه وکړي.
دا د همدې لپاره چې محصلان پکې عملي کار وکړای شي. د طب په برخه کې شپږ کادري روغتونونه لرو چې محصلان پکې خپله د ستاژ دوره بشپړوي.
د ايجينري په برخه کې هم له ځينو دولتي او غیر دولتي ادارو سره همغږي لرو. د ژورنالیزم په برخه کې محصلان مختلفو رسنيو ته د عملي کار کولو لپاره ورپيژنو.
نو عملي کار د دوی د درس یو جز دی او د ترسره کولو لپاره يې په پوهنځيو کې ټینګار ورباندې کېږي).
وږمه چې په لنډ وخت کې به له ژورنالیزم پوهنځي فارغه شي؛ د خپل پوهنځي لخوا یوې راډيو ته د عملي کار لپاره ورپيژندل شوې. هغه وايي چې یوازې د کتاب له مخې زده کړه بس نده، که عملي کار ونکړای شم ښايي سبا یوه رسنۍ هم کار رانه کړي.
محب الرحمن محب چې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له پښتو څانګې فارغه شوی، د پوهنتون د درسونو تر څنګ به یې عملي کار کاوه. له یوې ادارې سره یې ځان ته دنده پېدا کړې وه.
ورو ورو یې د معاش له لوړیدو سره کافي تجربه هم ترلاسه کوله. چې حتی د فارغیدو پر مهال یې هم په يوه ښه ځای کې دنده لرله او کله بېکاره شوی ندی.
هغه ځوانان ملامت بولي چې د خپلو درسونو تر څنګ عملي کار نه کوي. دی وايي چې په هر څه کې له دولته توقع کول ناسم کار دی، باید یو ځوان پخپله ځان ورسوي نه دا چې یا د ټولنې د اوږو بار شي او یا د دولت.
تاندې څانګې چې هره شنبې او دوشنبې له ازادۍ راډیو خپريږي؛ په کابل کې یې نورګل شفق جوړوي.