د پاکستان په شمال لویدیځ خیبرپښتونخوا کې په یوې دیني مدرسې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي دي.
د فریدخان په نوم د پولیسو یوه سیمه ییز چارواکي وویل چې؛ بې پیلوټه الوتکۍ نن سهار د لمر ختو په وخت په هنګو سیمه کې په دیني مدرسې لږ تر لږه درې توغندي وویشتل چې؛ دوه ښوونکي او درې زده کونکي یې ووژل.
دغه دیني مدرسه چې په حقاني شبکې پورې تړلې، په ټل کې موقعیت لري.
دا سیمه له شمالي وزیرستان، اورکزو او کرمې قبایلي سیمو سره ګډه پوله لري.