په مسکو کې یوې محکمې درې کسان د یو مسلمان مشر د وژلو په جرم په بند محکوم کړي دي.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې ویلي، دا درې کسان د وژنې او غلا په جرم ګناهګار پیژندل شوې او د چارشنبې په ورځ له اوو څخه تر شپاړس کلونو پورې بند باندې محکوم شول.
د متین مهدیف په نوم د مسلمانانو دا مشر په ۲۰۱۲ م کال کې د مسکو د میټرو یو تم ځای ته نژدې د چړو په ګوزارونه وژل شوی و.
برید کونکو د نوموړي موبایل تیلفون له ځان سره وړی و.
دا درې کسان د ۲۰۱۲ کال په جولای کې وروسته له هغې چې دوو یې یو بل کس هم د چړو په ګوزارونو په مسکو کې وواژه ونیول شول.