د نړۍ شپږ پیاوړي هېوادونه او ایران نن یو وار بیا د ایران د لانجمن اتومي پروګرام په اړه خبري کوي.
د خبرو اترو نوی پړاو پرون ماښام په ژنیو کې پیل شو، خو تر اوسه کومې وروستۍ نتیجې ته نه دی رسیدلي.
دا دوه ورځنۍ خبرې اترې داسې یو جوجاړې ته د رسیدو لپاره دې چې له مخې یې ایران د یورانیمو له غني کولو لاس واخلي او نړېواله ټولنه پر ایران لګیدلې بندیزونه کم کړي.
د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین چې د چارشنبې په ورځ یې په مسکو کې د ایران د اتمي پروګرام په اړه د اسرايیلو له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره خبرې وکړې، هیله څرګنده کې چې د ژنیو مزاکرات به یوې ښې نتیجې ته ورسیږي :
"د شپږ هیوادونو له ډلې سره د ایران خبرې اترې ښيي چې امکانات شته، هو امکانات شته، او روسیه ددې خبرو اترو په اړه خوشبینه ده.“
لویدیځ هیوادونه ایران د اتومې وسلو د جوړولو په هڅې تورنوي خو ایران وايي اتومي پروګرام یې د سوله ایزو اهدافو لپاره دی.
د اسرایلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو وايي د ایران د اتومې پروګرام مسله کېدای شي د سوریې د کېماوي وسلو په ډول هوار کړی شي.
د سوریې د کېماوي وسلو په اړه دمشق له نړیوالې ټولنې سره ومنله چې ددې هیواد ټولې کېماوي وسلې دې له دې هیواد څخه بهر له منځه یوړل شي.