میدان وردګ: د طالب وسله والو پر ضد عمليات شوي دي

د ميدان وردګو سيمه‌ ييز چارواکي وايي، ګډو ځواکونو د ميدان وردګو په مرکز، نرخ او جغتو ولسواليو کې د طالب وسله والو پر ضد عمليات کړي دي، چې پکې د شپږ زره کېلو ګرامه چاودېدونکېو توکو د نيولو ادعا کوي.

دوی وايي، په دغو عملياتو کې څلور تنه وسله وال وژل شوي او يو بل ژوندی نيول شوی دی.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي، عمليات پرون د ميدان ښار په دره‌ کهنه، د جغتو ولسوالۍ په قول پيرک او د نرخ په ده‌حيات سيمو کې شوي دي.

دی وايي، په ميدان ښار کې شپږ زره کېلو ګرامه چاودېدونکې توکې نيول شوي، او په نرخ او جغتو کې بيا څلور تنه وسله وال وژل شوي او يو بل ژوندی نيول شوی دی.

خوګیاڼی وايي، په عملياتو کې سرتېرو او عامو وګړو ته کوم زيان نه دی اوښتی.
تر اوسه پورې لا طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.