سرتاج عزيز: د افغانستان کورنۍ جګړه به د سيمې لپاره خطرناکه وي

په بهرنيو او امنيتي چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزيز وايي، که تر ٢٠١٤م کال وروسته په افغانستان کې کورنۍ جګړه پيل شي، نو ددې پايلې به پر افغانستان سربېره، د پاکستان او ټولې سيمې لپاره خطرناکې وي.

نوموړي د چهارشنبې په ماښام د پاکستان د مشرانو جرګې د بهرنيو چارو کومېټې ته د وينا پر مهال وويل، چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته که چېرې هلته وضعيت خراب شي ، نو ددې اغېز به نېغ پر نېغ پر پاکستان پرېوځي او په وينا يې:

"که چېرې په افغانستان کې وضعيت خراب شي، نو ورسره به ددغه هېواد اقتصادي حالت هم خراب شي او افغان کډوال به د نارامې وضعې او اقتصادي ستونزو له امله يو ځل بيا پاکستان ته مخه کړي او موږ اوس د نورو افغان کډوالو د زغملو توان نه لرو."

نوموړي همدا راز وويل، چې هېواد يې د افغانستان او د امريکا د متحده ايالاتو ترمنځ د احتمالي امنيتي تړون په تړاو ځينې ملاحظات لري او دواړه هېوادونه بايد د " تېري" او "مشاورت" توري تعريف کړي، چې تيرى به څوک کوي او مشاورت به له چا سره کېږي؟.

عزيز زياته کړه، چې امريکا ورسره ژمنه کړې، چې په راتلونکي کې به پاکستاني حکومت او وسله والو پاکستاني طآلبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو پر مهال پر قبايلي سيمو د بې پيلوټه الوتکو بريد ونه کړي.

په بهرنيو او امنيتي چارو کې د نواز شريف سلاکار سرتاج عزيز د روان کال په جولاى کې کابل ته د خپل سفر پر مهال له افغان ولسمشر حامد کرزي او نورو جګپوړو چارواکيو سره کتلي وو او پر دوه اړخيزو اړيکيو سربېره يې ورسره د سيمې پر وضعيت، د افغانستان د سولې پر پروسې او يو لړ نورو مهمو مسالو خبرې کړې وې.

ياده وې وي، چې سرتاج عزيز د روان کال په سپتمبر کې د پاکستان له يوه شخصي تلويزيون سره د مرکې پر مهال ويلي وو، چې پاکستان به تر ٢٠١٤ م کال وروسته په افغانستان کې په دې شرط لاسوهنه ونه کړي، چې هندوستان هم په دغه هېواد کې د کومې ډلې ملاتړ او د ځواک د خلا ډکولو هڅه ونه کړي او په خبره يې، نړېوال به افغانان خپلې خوښې ته پرېږدي، چې خپل برخليک پخپله وټاکي.

راپور: ذبيح شفق