“د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د کاندیدانو وروستۍ لیست اعلان شو”

د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو په وروستي لیست کي 11 تنه او د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو په لیست کې 2713 تنه شامل سول.

د ولسمشرۍ د کاندیدانو په وروستي لیست کي یوازي دواد سلطان زوی اضافه سوی، چې له لومړني لیست نه د دوه ګوني تابعیت لرلو په خاطر ایستل سوی و.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال عبدالرحمان هوتکي د چهارشنبې په ورځ د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د کاندیدانو وروستۍ لیست داسي اعلان کړ.

“د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نن، د ۱۳۹۳ کال د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د کاندیدانو وروستی لست رسما اعلانوي. د ولسمشرۍ د کاندیدانو وروستي لست ته یولس کسان او د ولایتي شوراګانو وروستي لست ته ۲۷۱۳ کسانو لاره موندلې ده.”

د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د کاندیدانو وروستی لیست د سې شنبې په ورځ د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته سپارلی و.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د کاندیدانو په اړه تر زرو ډیر شکایتونه او اعتراضونه په 22 ورځو کي وڅېړل.

عبد الرب رسول سیاف، اشرف غني احمدزی، قیوم کرزی، عبدالله عبدالله، ګل اغا شیرزی، عبدالرحیم وردک، هدایت امین ارسلا، زلمی رسول، قطب الدین هلال، نادر نعیم او داود سلطان زوی هغه 11 کسان دي، چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په وروستي لیست کي شامل دي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، چې د ولایتي شوراګانو د 2713 تنو کاندیدانو څخه 308 تنې ښځي دي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ مسوولین وايي، په دواړو کمېسیونونو کي د کاندیدانو د اسنادو د څېړلو پر وخت دوی ته د څارني اجازه نه ده ورکړل سوې.

ددې بنسټ ویاند فهیم نعیمي ازادۍ راډیو ته وویل.

“دواړو کمېسیونونو موږ ته د کاندیدانو د اسنادو او د هغوی د اعتراضونو د څېړلو پر وخت د څار اجازه رانه کړه، نو موږ نه پوهېدو چې دغه لیست په کوم معیار جوړ سوی دی، دوی یې باید په اړه وضاحت راکړي.”


د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون رئیس عبدالستار سعادت ویلي، دوی دا حق لري چې د انتخاباتو تر ورځې هم د کاندیانو په لست کې بدلون راولي.

خو د انتخاباتوخپلواک کمیسیون ټینګاروکړ چې د کاندیدانو دا اعلان شوی لیست وروستی دی او دا امکان نلري چې کوم کاندید پکې زیات شي.

معصوم میوند- کابل