د وینزوویلا پارلمان د دې هېواد سوسیالیست جمهور رییس "نیکولاس ماډورو" ته د فرمانونو صادرولو له لارې د اجراتو یو کلن صلاحیت ورکړ.
ملي اسمبلۍ د واک ورکولو دا قانون د سه شنبې په ورځ تصویب کړ او د پارلمان د ودانۍ بهر د ماډورو ملاتړو خوښۍ وکړي.
ماډورو وایي، د اقتصاد د ښه کولو او اداري فساد د له منځه وړلو لپاره یې قدرت زیاتولو ته اړتیا درلوده.
د وینزوویلا پخواني جمهور رییس "هوګو چاویز" د خپل کار په موده کې په اقتصاد باندې د دولت د واک زیاتولو په مقصد شاوخوا دوه سوه فرمانونه صادر کړي وو.
وینزوویلا په نړۍ کي د تیلو ستر تولیدونکی هیواد دی.
ماډورو د شاویز په اندزه په خلکو کي محبوبیت نه لري او د ده د جمهوري ریاست په دوره کې انفلاسیون په سلو کې ۵۴ ته پورته شوی او د خلکو د اړتیا وړ اساسي شیانو کمښت هم رامنځ ته شوی دی.