که هېڅ هېواد د سوریې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو لپاره حاضر نه شي نو؟

د نړۍ د کیمیاوي وسلو د څارنې سازمان وایي، که چېرې هیڅ هیواد د سوریې د کیماوي وسلو د له منځه وړلو لپاره حاضر نه شي، دوی به د سوریې د کیمیاي وسلو زیرمې په سمندر کې له منځه یوسي.

د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان موظف شوی چې د ۲۰۱۴م کال تر نیمایي پورې د سوریې ۱۳۰۰ میټریک ټنه کیمیاوي وسلې له منځه یوسي.

البانیا، بلجیم ، ناروي او ډنمارک پریکړه کړې چې؛ په خپلو هېوادو کې به د سوریې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلوعملیې ته اجازه نه ورکوي.