په پاکستان کې د معارف فعاله، ملاله یوسفزۍ به نن په "شتراسبورګ" کې د اروپایي پارلمان له خوا د ۲۰۱۳م کال سخروف جایزه تر لاسه کړي.
۱۶ کلنه ملاله د اکتوبر میاشت کې د کوچنیانو د تعلیم د حق د مبارزې په بدل کې د دغې جایزې مستحقه اعلان شوی وه.
ملاله یوسفزۍ د ۲۰۱۲م کال اکتوبر میاشت کې په سوات کې د طالب وسله والو له خوا په ډزو ویشتل شوي وه او په لندن کې یې درملنه شوې ده.
ملالې په سوات کې د طالبانو د واکمني پر مهال د نجونو د سخت حالت په اړه لیکنې کولې او د نجونو د تعلیم د اړتیا په اړه یې خپل نظر څرګنداوه.
د اروپایي پارلمان د پنځوسو زرو ایرو دا جایزه هر کال د بشري حقونو او د بیان آزادۍ فعالانو ته ورکوله کیږي.