بغداد په یوشمېر چاودنو کې ۲۴ کسان وژل شوي دي

په بغداد کې نن سهار په یو شمېر بمي چاودنو کې چې تر ډېره حده شیعه ګان په کې په نښه شوي وو، لږ ترلږه ۲۴ کسان مړه او زیات شمېر نور ټپیان شول.

پولیس وایي، تر ټولو وژونکې حمله په صدریه ګاونډ کې وشوه چې؛ په موټر کې ایښودل شوی بم په یوه سرخلاصي مارکیټ کې وچاودید. په دې حمله کط پنځه کسان مړه او زیات شمېر نور ټپیان شوي دي.

نورې حملې په شهاب، توبچې، کرادا، اعظمیه او عامل ګاونډونو کې شوي دي.

له تیر اپریل میاشتې راهیسې چې؛ د عراق په شمال کې امنیتي ځواکونو د سني اعتراض کوونکو پر یوه کمپ وژونکې حمله کړې؛ په دې هېواد کې شخړې او وژنې زیاتې شوي دي.