د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې شپږ تنه مشکوک وسله وال نیول شوي دي

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي چې؛ د دې ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې شپږ تنه مشکوک وسله وال په تصفیوي عملیاتو کې نیول شوي دي.

د دې ولایت د امنيې قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقي وال وویل؛ چې دغه عملیات د افغان ځواکونو له لوري تېره ورځ پیل شوي او تر هغه به دوام وکړي چې؛ سیمه له وسله والو مخالفانونه نه وي پاکه شوې.

په همدې حال کې په کندهار کې نن سهار د ځانمرګي بريد هڅه شنډه او بريد کوونکى ووژل شو.

د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند ضیا دراني ازادی راډیو ته وویل چي نن سهار یو تن ځان وژنکي د منډیکک ماڼي ته د کارګرو په جامه کې د ننوتلو هڅه کوله خو د پولیسو له خوا ووژل شو.