ایران او د نړۍ شپږ لوی هېوادونه به نن په جینوا کې د ایران د اټمي پروګرام په اړه د خبرواترو نوی پړاو پیل کړي.
دا خبرې به یوې داسې موافقې ته په رسېدو متمرکزې وي چې؛ ایا ایران د لوېدیځ د بندیزونو د کمېدو په وړاندې د شپږو میاشتو لپاره حساس اټمي فعالیتونه ځنډوي او کنه.
لوېدیځ قدرتونه له ایرانه غواړي چې، د شل فیصده غلیظوالي تر اندازې د یورانیمو غني کول ودروي.
دوی همداراز د ایران په لوېدیځ اراک ښار کې د تحقیقاتي ریکټر پر جوړېدو اندېښمن دي چې؛ د اټمي وسلې د جوړولو لپاره پکار پلوتونیم تولیدوي.